زمونږخبریال د ایکنانیوز له قوله راپور راکړ، په مدینې منورې کې مسجد النبی(ص) په ۱۴۰۳کال حج کې د مختلفو هیوادونو او ملیّتونو له همدااوسه د هغو لسګونو زره حاجیانو کوربه دی چې د نبوي شریف د حرم په شاوخوا کې په زیارتونو او عبادتونو بوخت دي.
د حج تمتع په درشل کې د مختلفو هیوادونو او په مختلفو توکمو او ژبو سره په لسګونو زره حاجیان په مدینې منورې کې د نبوي حرم په داخل او شاوخوا کې په زیارتونو او عبادتونو بوخت دي او له دغه معنوي اوروحاني فرصته نهایته استفاده کوي او یوه ډیر ه معنوي او روحاني او له ولولې ډکه فضا ئې رامینځةکړې ده.
حاجیان هڅه کوي، د ورځې لمانځونه په مسجد النبي کې اقامه کړي او دغه نوراني او مبارک جومات همداراز د ایران، انډونیشیا، پاکستان ،نیجریه ، هندوستان او نورو لسګونو هیوادونو څخه په مختلفو نسلونو او مختلفو قالیو سره د میرمنو د ولولې او روحاني شتون شاهد دی چې مکې مکرمې ته د مشرف کیدا لپاره ځانونه تیاروي. حاجیان هڅه کوي، په مدینې منورې کې د شتون په مودې کې د نبوي حرم په داخل او شاوخوا کې له لمانځونو ،دعاګانو او زیارتونو او قرآن له تلاؤته غافل نشي.
https://iqna.ir/fa/news/4217595